د امنیت شورا غړي د اسراییلو او حماس جګړې په اړه یو پرېکړه‌لیک ته رایې ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عمومي غوندې یو انځور

په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن هغه پرېکړه‌لیک ته رایې ورکړي چې پر اسراییل د حماس برید د یوه بوږنوونکي عمل په توګه او همداراز د ملکي وګړو پر وړاندې تشدد او ترڅنګ یې د غزې میلیونونه اوسېدونکو ته چې مرستو ته سترګې په لاره دي، په بشري مرستو کې ځنډ غندي.

د برازیل له‌خوا د وړاندې شوي دې پرېکړه‌لیک د مسودې د کلماتو او ژبې د څرنګوالي په اړه خبرې دوام لري او هغه متن یې چې باید رایې اخیستو ته وړاندې شي پرون سې شنبې بشپړ نه شو.

امنیت شورا له دې مخکې د دوشنبې په ورځ د روسیې له‌خوا وړاندې شوې د هغه پرېکړه لیک مسوده ردکړې وه چې د ملکي وګړو پر وړاندې تشدد او ترورپه‌کې غندل شوی او د بشري اوربند غوښتنه شوې وه، خو د حماس یادونه په‌کې نه وه شوې.