د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې له دې هېواده په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

د کارپوهانو دې ډلې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یې هم غړی دی په خپل راپور کې چې پرون د ملګرو ملتونو پر ویبپاڼه خپور شو ویلي چې پاکستان باید افغانستان ته د شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو د ایستلو پلان فسخ کړي.

په راپور کې یادونه شوې چې دا پرېکړه به په تېره هغه شاوخوا ۱،۴ میلیون افغانان زیانمن کړي چې په افغانستان کې د جدي بشري سرغړونو د اندېښنو له کبله د یوه خوندي ژوند په تمه پاکستان ته کډه شوي.

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې دېره غیرقانوني افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې ترپایه مهلت ورکړی چې له دې هېواده ووځي که نه په جبري ډول به وایستل شي.