دووال: د افغانستان د کشالې د حل‌لارې لټول لا هم د هند په لومړیتوب کې ده

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ویلي، د افغانستان د روانې کشالې د حل لارې لټول لا هم د هند لپاره په لومړیتوب کې ده.

اجیت دووال چې په قزاقستان کې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دویمه ناسته کې ګډون کړی وو پرون ویلي، له افغانانو سره په بشري مرستو سربېره باید ټولو ته دا مهمه وي چې هلته یو ټولشموله او استازي حکومت تشکیل شي، له ترهګرۍ سره مبارزه او همدارنګه د ښځو او لږکیو حقونه اعاده شي.

اجیت دووال دا هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

هغه په هند کې د روان نړیوال جام پر مهال د افغان ټيم حضور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د امول په نوم یوه هندۍ کمپنۍ د افغان ټيم تمویل پر غاړه لري.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د ډیپلوماتیکو اړیکو په بیا رغولو کې یې هم لا لېوالتیا نه ده ښودلې.