د هرات تر مرګونې زلزلې وروسته ۲۴۵ بې‌سرپرسته ماشومان موندل شوي

د هرات د زلزله ځپلو خیمې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې یې ۲۴۵ بې سرپرسته ماشومان چې کورنۍ یې له لاسه ورکړې دي، موندلي.

اوچا په یوه بیان کې همداراز وايي چې له څلور سوو زیات بې سرپرسته مشران او ۲۲۷ معلول کسان یې چې وروستیو درېیو زلزلو زیانمن کړي موندلي دي.

له دې مخکې د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق یونېسف راپور ورکړی و چې د افغانستان د لوېدیځ په وروستیو درېیو زلزلو او ورپسې ټکانونو کې په سلو کې نوي مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.