د هرات د مرګونو زلزلو وروستي ارقام؛ شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او نږدې ۲۰۰۰ نور ټپیان دي

په هرات کې د درېیو مرګونو زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ کې د وروستیو زلزلو د زیانونو په اړه تازه ارقام خپاره کړي چې د مرګ ژوبلې لوړې شمېرې ښيي.

د ملګرو ملتونو اړوندې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه خبرپاڼه کې چې بېګا یې پر خپله ویبپاڼه خپره کړه ویلي چې د اکټوبر د ۷ او ۱۵ ترمنځ د درېیو زلزلو په نتیجه کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۲۰۰۰ نور ټپیان دي.

مخکې د دې زلزلې د مړو شمېر ۱۳۰۰ تنه ښودل شوی و.

خبرپاڼه همداراز په دې زلزلو کې د څه باندې ۳۳۰۰ کورونو د ورانېدو خبر ورکوي او وايي، په ټوله کې له ۴۳ زرو زیات خلک زیانمن شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې تخمیناً ۱۱۴ زره زلزله ځپلي کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.