د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له نیوزیلنډ سره لوبه لري

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال جام کې چې په هند کې روان دی، سبا افغانستان له نیوزیلنډ سره لوبه لري.

د افغانستان کرکټ بورد پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې افغان لوبډله د دغې لوبې لپاره د هند چینای ښار ته رسېدلې ده.

دا به په دغه جام کې د افغانستان څلورمه لوبه وي.

افغان لوبډلې په درېیمه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه، خو لومړۍ او دویمه لوبه یې بنګله‌دېش او هند ته وبایلله.