د قزاقستان د بشري مرستو بله جوپه هم افغان زلزله ځپلو ته پر لاره ده

د هرات په زنده جان کې د یوه زلزله ځپلې کورنۍ خیمه

د قزاقستان د بشري مرستو ۲۷ واګونه پرون د افغانستان په خوا روان شوي.

دا خبره د قزاقستان دولتي اژانس کازانفورم راپور کړې ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تقاییف ژمنه کړې وه چې هېواد به یې د افغانستان له زلزله ځپلو سره شاوخوا ۱۶۵۹ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي مرسته کوي.

د دې مرستو لومړۍ جوپه تېره چهارشنبه هرات ته رسېدلې وه چې په کې درمل او نور طبي وسایل شامل وو.

په دغو ۲۷ واګونو کې چې تازه پرون له الماتې او قرغندې سیمو استول شوې غنم، وريجې، غوړي، شیدې،کمپلې، جامې او کټونه شامل دي.

ګڼو نورو هېوادونو له هغې ډلې چین هم هرات ته مرستې لېږلې دي.