ویسټ: مرستندویه سازمانونه دې افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام ویسټ په هرات کې له بلې زلزلې وروسته پرمرستندویه سازمانونو غږ کړی چې له زیانمن شویو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ویسټ نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخوانۍ ټویټرپاڼه کې ویلي چې پرون سهاریو واربیا زلزلو د هرات سیمه ولړزوله او هلته یې ناوړه بشري وضعیت لاپسې خراب کړ.

هغه ویلي، مرستندویه سازمانونه چې د سرپناه، څښاک اوبو او درملو په ګډون د افغانانو د نورو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې کوي باید خپل ملاتړته دوام ورکړي.

نوموړي تردې مخکې د اوکتوبرپه ۱۳ په یوه پوست کې د زلزلې له زیانمن شویو سره د متحدو ایالتونو د ۱۲ میلیون ډالرو د بیړنیو بشري مرستو خبر ورکړی و.