متحده عربي اماراتو د هرات د زلزلې ټپیانو ته ګرځنده روغتون فعال کړی

د هرات د زلزلې یو شمېر ټپیان

په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وایي چې متحده عربي اماراتو د زلزله ځپلو د درملنې لپاره دغه ولایت کې یو ګرځنده روغتون فعاله کړی دی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او زلزله ځپلو ته د رسیدو کمیسیون ویاند احمد الله متقي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه روغتون تخنیکي وسایل په پنځو الوتکو کې هرات ته لیږدول شوي دي.

متقي وایي:

" د متحده عربي اماراتو له خوا یوه سیاره شفاخانه راوړل شوله. دې شفاخانه کې ۴۵ تنه ډاکټران دي او ۴۰ تنه تخنیکي پرسونل دی. څلوریشتو ساعتونو کې دغه شفاخانه جوړه او مخکې مونږ افتتاح کړله."

متقي زیاتوي چې د دغه روغتون ډاکټران او تخنیکي کسان د عربي اماراتو او نورو هېوادونو اتباع دي او په خبره یې روغتون کې د هر ډول جراحۍامکانات شته.

په هرات کې له تېرو لسو ورځو راهیسې څو ځله زوروې زلزلې وشوې چې تر ډېره یې د دغه ولایت لویدیځې سیمې وځپلې چې زرګونه تنه یې مړه، ټپیان او اغېزمن کړل.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د زیانونو او مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه لا هم پلټنې روانې دي.