ډبلیو ایف پي: ١٥ میلیونه افغانان د راتلونکي څاښت خواړه نه لري

ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، په افغانستان کې پنځلس میلیونه خلک نه پوهېږي چې د راتلونکي څاښت خواړه به یې له کومه کېږي.

'ډبلیو ایف پي' د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د اکټوبر په شپاړسمه نمانځل کېږي ویلي، د افغانستان دغه بې‌وزله وګړي د ټولو افغانانو یو په درېیمه برخه جوړوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه د هرات زلزله بل ناورین بللی چې په خبره یې بشري وضعیت ورسره نور هم کړکېچن شوی دی.

په افغانستان کې د 'ډبلیو ایف پي' مطبوعاتي مسوول فلیپ کروپ ازادي راډیو ته ویلي، دوی د پنځو بې‌وزله افغانانو له ډلې یوازې د یوه لاسنیوی کولای شي.