زلزله ځپلو ته د خدماتو رسونه؛ ۲۱ افغان روغتیاپالې له کابل څخه هرات ته تللي

د هرات حوزوي روغتون ته د زلزلې یو ټپي وروړل شوی څو درملنه یې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ۲۱ تنه افغان ډاکترانې او نرسانې له پلازمېنې کابله د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هغه ولایت ته تللي دي.

د دې ډاکترانو له ډلې خوږې بابکرخېل په یوه پيغام کې چې د روغتیا نړیوال سازمان پرون خپور کړی ویلي: "هرات ته د زلزله ځپلو سیمو په خاطر راغلي یو چې له نږدې یې وګورو. او هغه میندې او خویندې چې متضرره شوي له نږدې یې وګورو څه ته چې ضرورت لري او مرستې یې په کار وي موږ یې ورته ترسره کړو. موږ د یوې هفتې لپاره دلته راغلي یو، خو که چېرته ضرورت وي دلته موږ ډېر وخت پاتې شو او دا موږ ته ویاړ ده چې دوی سره مرسته کوو."

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دوی توانېدلي په هرات کې د زلزله ځپلو سیمو شاوخوا نولسو زرو کسانو ته رسېدنه وکړي او هغوی ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

روغتیاپالانو ویلي چې د هرات د زلزلو اکثر مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته رسېدلې ده.

هرات کې پرون هم د شپږ اعشاریه څلورو درجو په ځواک یوې زلزلې ګڼې سیمې ولړزولې او مرګژوبله یې واړوله.