روغتیا نړیوال سازمان: نننۍ زلزلې هرات کې ۱۲۰ تنه ټپیان کړي

د هرات یو زلزله ځپلی ټپي

د روغتیا نړیوال سازمان، یا ډبلیو ایچ او وايي، د هرات ولایت د نن ورځې په زلزله کې څه باندې ۱۲۰ تنه ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

دې سازمان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، یو شمېر نور ټپیان د هرات ښار نورو روغتونونو ته بیول شوي دي.

تر دې مخکې د هرات لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د نن ورځې په زلزله کې یو تن مړ شوی او ۳۵ نور ژوبل دي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د ادارې د معلوماتو له مخې، نن په هرات کې دوې زلزلې شوي چې د لومړۍ شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۳ درجې و.

د دې زلزلې ټکانونه په فراه ولایت کې هم احساس شوي دي.

په هرات ولایت کې د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې پر له پسې زلزلې کېږي.

په لومړۍ زلزله کې یې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه مړه شول.