فراه کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وياند وايي، نن سهار فراه ولايت کې د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

ملا جانان سايق يوازې ازادي راډيو ته په ليکلي پېغام کې تأييد کړه چې نن سهار فراه کې زلزله شوې.

معلومه نه ده، چې دا زلزله چټکه وه کنه؟

په هرات کې د تېرې اوونۍ د شنبې ورځې له زیانمنونکې زلزلې وروسته په دغه ولایت او شاوخوا سیمو کې بیا- بیا د زلزلې ټکانونه حس شوي، چې ډېر څله عادي وو، خو یو ځل یې هرات کې یو تن مړ او نږدې یو نیم سل تنه نور ټپیان کړي وو.

د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د افغانستان لوېديځ هرات کې ولايت کې يوه زوروره زلزله وشوه چې د ملګروملتونو په وينا په‌کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه بې‌کوره شول.