د هرات او بادغیس له زندانونو څه باندې ۵۰۰ بندیان خوشې شول

د هرات مرکزي زندان- تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې د هرات او بادغیس ولایتونو له زندانونو څخه له ۵۰۰ زیات بندیان خوشې شوي دي.

د سترې محکمې د عامه اړیکو ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې د دې محکمې د وړاندیز له مخې د جنوب لویدیځ زون د تمیز لوی ریاست او د هرات او بادغیس د مرافعې د محکمو یوه درې کسیز پلاوي د دې ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه او د وضعیت له څېړنې وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ۱۱۳ ښځو په ګډون ټول ۵۲۸ تنه بندیان له بنده خوشې شي.

بیان زیاتوي چې په دې ډله کې هغه کسان خوشې شوي چې د حق العبد دعوه نه لري او د حبس زیاته دوره یې تېره کړې ده.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د دې بندیانو د خوشې کېدو یوبل دلیل دا وو چې په وروستۍ زلزله کې د هرات او بادغیس د زندانونو ودانۍ زیانمنې شوې وې او د نړېدو وېره یې وه.