د غزې پر کړکېچ اعتراض؛ سعودي اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو خبرې ځنډولي

د سعودي عربستان او اسراییلو بیرغونه

فرانسپرس او رویټرز خبري اژانسونو خبر ورکړی چې سعودي عربستان د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې په ترڅ کې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې ځنډولي دي.

د فرانسې خبري اژانس نن د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان د دې پرېکړې په اړه امریکا ته هم خبر ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس هم د سعودي عربستان شاهي حکومت ته د دوو نږدې سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی.

دغو سرچینو ویلي چې د ریاض دا پرېکړه د حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل وروسته د دغه هېواد د بهرني سیاست چټکه بیا کتنه په ډاګه کوي.

د دغه راپور له مخې، دې جګړې ریاض دې ته هم اړ کړی چې له ایران سره "تعامل" وکړي، چې لویه بېلګه یې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ وروستۍ ټیلیفوني خبرې دي.

دا خبر تر اوسه د سعودي عربستان یا اسرائیلو حکومتونو په رسمي ډول نه دی تایید کړی او نه هم امریکا په دې اړه کوم دریځ غوره کړی دی.

په غزه تړانګه کې پر هوايي بریدونو سربېره چې له تېرې شنبې روان دي اسراییلو ځکمني عملیات هم پيل کړي.