پر غزې د اسراییلو د پوځ عملیات؛ فلسطینیان د تېښتې په هڅه کې دي

له غزې څخه په تېښته یو شمېر فلسطیني کورنۍ

فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي.

اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي.

اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه.

پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي.

د حماس د رسنیو دفتر وایي، چې الوتکې پر هغو موټرو ډزې کوي چې د جنوب خواته ځي او تر اوسه یې په دغو موټرو کې تر اویا ډیر کسان وژلي دي.

اسراییل وایي چې په غزه کې یې موقتي عملیات پيل کړې دي، چې وسله وال وځپي او هغه یونیم سل اسراییلان پیدا کړي چې د حماس وسله والو اونۍ مخکې له اسراییله تښتولي دي.