زرګونه ایرانیانو د فلسطینیانو په پلوۍ لاریونونه وکړل

د لاریونونو یوه څنډه

زرګونه ایرانیان نن د فلسطینیانو په پلوۍ د مظاهرو لپاره لارو او سړکونو ته راووتل.

د اسوشیتید پریس د خبریال د راپور له مخې معترضانو، په داسې حال کې چې د ایران، فلسطین او حزب الله بیرغونه او مرګ پر اسراییل او مرګ پر امریکا شعارونه یې لېږدول، په پلازمېنه تهران کې لاریون وکړ.

په نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې یې معترضانو د امریکا او اسراییلو بیرغونو ته اور واچاوه.