خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله د ناورین ځپلو افغانانو بل ناورین دی، نړیوال دې مرسته ورسره وکړي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په هرات کې وروستۍ زلزله پر ناورین له پاسه بل ناورین وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د ملګروملتو دې ادارې پرون وویل، په هرات کې زلزله ځپلي شپه په وږي نس په کنډوالو کې تېروي.

په همدې حال کې د ملګروملتود کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي د هرات زلزلې ته په اشارې، بشري مرستې ضروري وبللې او ویې ویل چې اوسنی وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو لپاره له کړاوونو ډک دی.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ویلي چې د هرات په زلزلو کې د وژل شویو کسانو په سلو کې ۹۰ ښځې او ماشومان دي.