پر پاکستان د بشري حقونو د څار ډلې غږ؛ د افغان کډوالو جبري ویستل به مو له نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه وګڼل شي

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې میاشتې تر پایه د بې اسنادو کډوالو د وتلو اعلان د دې سبب شوی چې پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او بد چلند زیات کړي.

د دې سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا کاسمن ویلي، په داسې حال کې چې درېیمګړیو هیوادونو ته د افغانانو د لېږدولو پروسه ورو پرمخ ځي، په پاکستان کې دېره افغان کډوال افغانستان ته د ستنول کېدو په صورت کې د طالبانو له لوري د ځورول کېدو له خطر سره مخامخ کېدای شي او ورسره د یوه انساني بحران خطر هم شته.

دا هم ولولئ:

پاکستاني پوليسو سند کې ۱۸۰۰ تنه افغان کډوال نيولي (azadiradio.com)

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ پر اساس، تر روانې میلادي میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره دی چې د هغو له منځه ۷۰۰ زره د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، د هغو افغانانو په منځ کې چې په وروستیو دوو کلونو کې پاکستان ته تللي دي، اکثره هڅه کوي چې له پاکستان څخه امریکا، کاناډا، جرمني او نورو هیوادونو ته لاړ شي او تراوسه د دوی له منځه ۲۰۰ زره تللي هم دي.

د سازمان یوه مسووله: نور پناه غوښتونکي هېوادونه دې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو ژمنې زر عملي کړي

اغلې ګاسمن، له هغو هېوادونو، چې افغانانو ته یې د پناه ورکولو ژمنه ورکړې وه، وغوښتل چې خپله ژمنه عملي کړي.

د بشري حقونود څار سازمان ویلي چې ملګري ملتونه او نړیوال مرستندویان دې پر پاکستان فشار راوړي، چې له افغانانو سره بد چلند پای ته ورسوي او په دغه هیواد کې د افغان کډوالو ساتنه وکړي.

د مېرمن ګاسمن په اعلامیه کې همداراز راغلي، د افغان کډوالو جبري او ډله ییز ایستل ممکن د نړیوالو اصولو د سرغړونې او شکنجې خلاف د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د یوه لاسلیکوونکي په توګه د پاکستان له لوري د خپلو ژمنو د ماتېدو په معنا وګڼل شي.

د دې په وینا، دا اصول هغه ځای ته د چا په زوره ستنول منع کوي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخامخ کېږي.

یو بل اړوند راپور:

پاکستان کې یو شمېر افغان زده کوونکې: له دې ځایه ویستل کیدو سره به بیا له زده کړو بې برخې شوو (azadiradio.com)

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له حکومته د هغو اقداماتو د نه تکرار غوښتنه هم کړې ده، چې په ۲۰۱۶ کې یې د افغان کډوالو د وتلو لپاره عملي کړي وو.

دې سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي له پناه غوښتونکو سره د پولیسو د ناوړه چلند مخه ونیسي او د کډوالو لپاره د ملګروملتو له لویې کمېشنرۍ سره د افغان کډوالو د نومونو په بیا ثبتولو کې همکاري کړي.

پاکستاني چارواکو تراوسه پورې د بشري حقونو د څار سازمان د دې اعلامیې او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ورته غوښتنه کړې او ویلي ، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د سلګونو زرو افغان کډوالو د برخلیک په اړه په خپل نظر بیا کتنه وکړي.