امریکا له حماس سره په روانه جګړه کې اسراییل ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو او چپ لور ته د د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو ته له حماس سره په روانه جګړه کې د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې بلېنکن نن تلبیب ته له رسېدو سره سم له نتانیاهو سره وکتل او هغه ته یې وویل: "موږ دلته یو، موږ به چېرته لاړ نه‌شو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې چې پر اسراییل سربېره د منځني ختیځ د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته یې ترسره کوي هڅه کوي چې د حماس او اسراییل ترمنځ کړکېچ پراخ نه‌شي.

په عین حال کې اسراییل نن هم په غزه کې چې هغه یې بشپړه محاصره کړې، بریدونو ته زور ورکړی دی.

اسراییل نن وویل چې په غزه کې به تر هغو د بشرپالنې پر اساس بریدونه ونه دروي څو چې حماس ټول یرغمل خوشې کړې نه وي.

د راپورونو له مخې د حماس وسله‌والو د تېرې شنبې په ورځ د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو په برید کې شاوخوا یونیم سل کسان چې اکثره یې اسراییلیان او یو شمېر یې بهرنیان او دوه تابعیت لرونکي دي، نیولي او له ځان سره یې غزې ته بیولې دي.