د کرکټ نړیوال جام؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا سیالي پیل شوې

د اسټرالیا او جنوبي افریقا د روانې سیالۍ یو انځور

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې مخامخ شوي.

دا سیالي نن د لکنهو د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې او لومړی بېټېنګ یا توپوهنه جنوبي افریقا کوي.

اسټرالیا په روان نړیوال جام کې لومړۍ سیالۍ پر هند بایللې او جنوبي افریقا بیا په لومړۍ سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.

په همدې حال کې افغانستان پرون خپله دوهمه لوبه پر هند وبایلله.

د افغانستان بله لوبه به د انګلستان له پیاوړې لوبډلې سره وي.