طالبان له پاکستانه د افغان کډوالو د مالونو رالېږدونکو موټرو څخه مالیه نه اخلي

ارشیف: افغان کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته راستنېږي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، له هغو موټرو مالیه نه اخلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو مالونه رالېږدوي.

دغه وزارت نن اکټوبر۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د اسانتیا په هدف شوی دی.

تر دې مخکې د افغانستان خاورې ته د کډوالو د مالونو بار لارۍ ۲۵۰۰ افغانۍ او وړو موټرو ۱۵۰۰ افغانۍ ورکولې.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت هغو یو میلیون او ۷۳۰ افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري د اکټوبر تر پایه له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړی دی، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي.

د اسلام اباد دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو غندلې ده.