اوچا: د هرات له اولې زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷زره کسان اغېزمن شوي

په هرات کې د اولې مرګوني زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي د هرات له اولې زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷زره کسان اغېزمن شوي.

دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې له زلزلې د اغېزمنو کسانو شمېر ښايي لوړ شي.

پرون هم یوې زورورې زلزلې هرات لړزولی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا ۱۱۲ کلي یې زیانمن کړي.

په ورته مهال د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په هرات کې د زلزله ځپلو وضعیت ډېر خراب او جدي وباله او ویې ویل چې هغوی ډېرو مرستو ته اړ دي.

هغه پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې سرپناه د هرات د زلزله ځپلو یوه اساسي اړتیا ده.

عباد وویل: "موږ ته دا ثابته ده چې که چېرې دا خلک تر یوې میاشتې پورې په خیمو کې ګوزاره وکړي، خو ښایي له هغې وروسته په خیمه کې ژوند کول ډېر ستونزمن وي."