د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانانو حقونو په تړاو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له طالبانو غواړي له هغو پالیسو او کړنو لاس واخلي چې له مخې یې په افغانستان د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

دغه پرېکړه‌لیک چې مسوده یې د اروپایي ټولنې په استازیتوب هسپانیا د دې شورا ۴۶ غونډې ته وړاندې کړې وه، پرون چهارشنبې په قاطع اکثریت سره تصویب شوه.

دغه پرېکړه‌لیک د دې ترڅنګ چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د کار موده د یوه بل کال لپاره غځوي، له طالبانو هم غواړي چې خپلې پالیسۍ د بشري حقونو له هغو نړیوالو تړونو سره عیار کړي چې افغانستان لاسلیک کړي او مسوولیت لري چې هغه عملي کړي.

چین او پاکستان دغه پرېکړه‌لیک ته رایې ورنه‌کړې.