اسراییلو د حماس پر اهدافو بریدونه پراخ کړي

د اسراییلو له لوري د غزې ویجاړې شوې سیمې. په انځور کې یو ځايي اوسېدونکي ویجاړو شویو ودانیو څخه لیدنه کوي.

اسراییل د غزې په تړانګه کې د حماس پر هدفونو بریدونه پراخ کړي او د دې ښار ځینې برخې یې له خاورې سره یو کړي دي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ ویلي چې د دې هېواد ځمکني ځواکونه، د ټانکونو او د درنو پوځي وسایلو په ملتیا د غچ اخیستونکو عملیاتو لپاره د غزې په شاوخوا کې ځای پرځای شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند جاناتان کونریکوز ویلي چې د حماس په برید کې په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر۱۲۰۰ ته رسېدلی چې اکثریت یې ملکي وګړي دي.

په غزه کې هم روغتیایي چارواکو تایید کړه چې پر دې ښار د اسراییل په بریدونو کې له نهه سوه زیات کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې د اسراییل د بریدونو په نتیجه کې په غزه کې شاوخوا دوه نیم سوه زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.