د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره: د افغان نجونو د تعلیم ملاتړ نه دروم

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي، دا به هیڅکله د افغان نجونو د تعلیم ملاتړ ونه دروي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، افغان نجونې ماته د یوه لومړیتوب په توګه پاتې دي.

نوموړې د نجونو تعلیم د هغوی د ژوند او د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان نجونو له ازادي راډیو سره خبرو کې هم ویلي چې دوی ته باید د زده کړو حق ورکړل شي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لیسې دورې ښونځي بند کړل او تېر کال ‌ډسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.