د اسراییل صدراعظم اضطراري حکومت ته د واک په سپارلو موافقه کړې

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اپوزسیون له مخکښ مشر بیني ګانټس سره موافقه وکړه چې په دغه هېواد کې اضطراري حکومت ته واک وسپارل شي.

دې حکومت ته د جګړې د وخت د بېړني حکومت نوم ورکړل شوی دی، نور جزییات لا له رسنیو سره نه دې شریک شوي.

بل لور ته نن د اسراییل په جنوبي ښارونو کې د حماس د پنځه ورځې مخکېني برید له امله د نورو تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند جانتان کانریکاس وویل، د اسراییلیانو تلفات یو زر دوه سوو ته رسېدلې چې اکثر یې ملکیان دي.

اسراییل د خپلو یوسل او نهه شپېته پوځیان د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

په غزه کې چارواکي وایي چې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو له امله تر اوسه تر ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.