په نړۍ کې د پولیو له منځه وړلو لپاره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان وشو

په پاکستان کې یو واکسیناتور یوه ماشوم ته د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال

اروپایي ټولنې او د بېل او میلنډا ګېټس بنسټ نن په نړۍ کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د یو مخ له منځه وړلو لپاره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.

له نولس سوه نویمو کلونو راهیسې پولیو ناروغي په نړۍ کې د واکسین له امله نهه نوي فیصده ورکه شوې ده.

رویټرز اژانس لیکي چې په نړۍ کې د دې ناروغۍ یو مخ له منځه وړل ډېر ستونزمن کار دی.

نن سبا دا ناروغي یوازې په افغانستان او پاکستان کې شته.