د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان کوربه هندوستان ته د ۲۷۳ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او هند ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه سیالي له هند سره پیل کړې ده چې د ۲۷۳ منډو هدف یې ټاکلی دی.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه، افغان توپ وهونکو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۲ منډې وکړې.

لوبډلمشر شهیدي مخکښ منډه جوړونکی و چې ۸۰ منډې یې وکړې.

دغه راز عظمت الله عمرزی په ۶۲ منډو وسوځېد.

د هند لپاره په توپ اچونه کې جسپریت بومرا ۴ او هاردیک پانډیا ۲ وېکټې واخیستې.

په څو شېبو کې به هندوستان خپله توپوهنه پیل کړي.