په افغانستان کې له زلزلې وروسته د احتمالي قحطۍ په اړه خبرداری ورکړل شوی

د هرات په زنده جان کې زلزله ځپلې سیمه د ژغورنې پر عملیات بوخت دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې له زلزلې وروسته د احتمالي قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی.

د آسیا پاسیفیک حوزې لپاره د دې ادارې سیمه‌ییز مشر جان آیلیف یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستان سره د مالي مرستو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی نو ځکه د قحطۍ احتمال شته.

آیلیف وویل، د افغانستان لپاره د 'ډبلیو ایف پي' بودیجه د تېر کال پرتله په سلو کې تقریباً اتیا کمه ده.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د ملاتړ کچه لوړه کړي.

'ډبلیو ایف پي' مخکې هم خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بودیجه زیاته نه شي نو اړو افغانانو ته د مرستو په رسولو کې به کمښت راشي.