لسګونو اسراییلي الوتکو بیا پر غزې بمباري وکړه

د اسراییل دفاع وزارت وايي چې په ټوله کې له ۴۵۰ زیاتو اهداف ویشتل شوي دي.

د اسراییلو جنګي الوتکو یوځل بیا د غزې پر تړانګه بمباري وکړه.

د اسراییل دفاع وزارت نن وویل چې لسګونه اسراییلي الوتکو په دې هوايي عملیاتو کې برخه واخیسته او په الفرقان سیمه کې یې له ۲۰۰ زیات اهداف وویشتل.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا درېیم ځل دی چې د غزې په تړانګه کې په لویه کچه هوايي عملیات کېږي.

د اسراییل دفاع وزارت وايي چې په ټوله کې له ۴۵۰ زیاتو اهداف ویشتل شوي دي.

د اسراییلو د دفاع وزارت ویاند جاناتان کانریکوس نن وویل چې پر اسراییلو د حماس د شنبې ورځې په پراخه حمله کې د وژل شویو اسراییلیانو شمېر اوس ۱۲۰۰ ته لوړ شوی دی.