رسنۍ: په هرات کې د تېرې مرګوني زلزلې په څېر بیا زلزله شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

له هرات څخه د یوې بلې زلزلې راپورونه رارسېدلي.

رویټرز خبري آژانس د جرمني د جیوساینسي تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکوي چې دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس د شنبې ورځې د زلزلې په څېر ۶،۳ درجې وه، نن سهار وختي د هرات ولایت په ۳۴ کیلومترۍ کې سیمې ولړزولې.

د خبر له مخې نننۍ زلزله د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده.

د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې هم تایید کړې چې د دې زلزلې شدت ۶،۳ درجې و.

له دې مخکې د شنبې په ورځ هم یوې زلزلې چې مرکز یې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې و، د سیمې اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي تلفات واړول.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې زلزلې د مړو شمېر تر پرون پورې ۱۲۹۴ تنه او د ټپیان شمېر ۱۶۸۸ دی.

همداراز ویل شوي چې په زنده جان ولسوالۍ کې ۴۸۵ کسان تري تم دي.