اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو سره د درې نیم میلیون یورو د نورې مرستې ژمنه وکړه

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه کې ژغورونکې ډلې د عملیاتو پر مهال

اروپايي ټولنې په هرات کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د درې نیم میلیون یورو په ارزښت د نورې مالي مرستې ژمنه وکړه.

د اروپا د مدني چارو او د بشري مرستو د عملیاتي خوندیتوب عمومي مدیر ماسیج پوپوفسکي پرون په هرات کې رسنیو ته په خبرو کې وویل: "نن موږ د مرستو بله بسته چې درې نیم میلیونه یورو کېږي، اعلانوو چې زموږ شریکان به یې د زلزله ځپلو پر لاسنیوي لګوي. لکه د سرپناه برابرول، د څښاک اوبه او هغه څه چې زلزله ځپلي ورته اړتیا لري. ځکه موږ تل د افغانانو تر څنګ یو. موږ هېڅکله افغانستان نه دی پرېښی، دا بشري مرستې د خلکو د لاسنیوي لپاره دي."

پرون په کابل کې د جاپان سفارت هم اعلان کړی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د سرې میاشتې ټولنې په غوښتنه په هرات کې زلزله ځپلو ته د خیمو، بړستنو او نورو ضروري توکو مرسته کوي.

په هرات کې ځینو زلزله ځپلو شکایت کړی چې لا یې هم په لازم ډول لاسنیوی نه دی شوی او عاجل لاسنیوي ته اړتیا لري.