طالبان: په ازبکستان کې افغان سفارت د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل کړه

د افغانستان د پاسپورټ تصویر

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په ازبکستان کې افغان سفارت افغان وګړو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته په خپله ایکس شبکه چې پخواني ټویټر نومېده دا خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست او په ترمز کې د جنرال قونسلګرۍ په هڅه او د کوربه هېواد ازبکستان په همکارۍ دا پروسه پیل شوې ده.

د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې دېره افغان وګړي شکایت لري چې دوی ته نوي پاسپورټونه نه ورکول کېږي او زاړه پاسپورټونه هم په زیاتو پیسو ورته تمدیدېږي.