د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له هند سره خپله دویمه لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه افغانستان له کوربه هندوستان سره سیالي کوي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته نن چهارشنبه وویل، دوی هیله من دي چې افغانستان نننۍ لوبه وګټي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۳م کال د نړیوال جام دویمه لوبه د هندوستان په وړاندې کوي، که څه هم موږ ونه شو کړای چې د بنګله دېش په وړاندې لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړو. خو زموږ روزونکو له لوبغاړو سره ډېر کار کړی، کافي چمتووالی شته او تمه کېږي چې نن د هندوستان په وړاندې ښه لوبه وکړو."

د روان میلادي کال په نړیوال جام کې به د افغانستان بله مسابقه د راروانې یکشنبې په ورځ د اکټوبر ۱۵مه له انګلستان سره وي.