شهیدي: زه اوس هم باور لرم چې په راتلونکو لوبو کې به مو توپوهونکي ښه لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، هیله مند دی چې د توپوهنې ډله به یې د نړیوال جام په راتلونکو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښيي او د لوبډلې په بریاوو کې به مهمه ونډه اخلي.

شهیدي د اکټوبر په لسمه نېټه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، یوازې ورو یا سپینران توپ اچونکي دوی ته لوبې نشي ګټلی، په کار ده چې د لوبډلې هر لوبغاړی په خپل ځای ښه لوبه وکړي.

نوموړي تمه وښوده چې د هند پر وړاندې سیالۍ کې به چې سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه ترسره کیږي راشدخان ښه ځلېږي.

که څه هم راشدخان د بنګله دیش پر وړاندې سیالۍ کې ویکټ وانخیسته، خو په پنځوس اویزو سیالیو کې هم ښه ریکارډ لري او تمه کېږي چې هغه به د دې نړیوال جام د ډېرو ویکټو اخستونکو لوبغاړو په کتار کې راځي.

شهيدي زیاته کړه: "راشد په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې غوره توپ اچونکی دی، مونږ د مخالفې لوبډلې د کړنو پروا نه لرو، مهمه دا ده چې راشدخان د مخالفو لوبډلو پر وړاندې څنګه پلان جوړوي."

د حشمت الله شهیدي په باور که توپوهونکي یې ښه هدف وټاکي، د ورو توپ اچونکو ډلګۍ یې د دې قابلیت لري چې دفاع یې وکړي.

شهیدي د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبې ته په اشارې سره زیاته کړه: "پوهېږم چې د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبه کې مو ښه توپوهنه ونه کړه، خو زه باور لرم چې مونږ په راتلونکو سیالیو کې ښه لوبيږو او توپوهنه به مو ډېره ښه وي."

افغان لوبډلمشر د هندي نندارچیانو د اغېز یادونه هم وکړه، خو وې ویل، له دې ډول حالاتو سره ډېر مخ شوي دي اوس ورسره عادي دي.

د ویلو ده چې افغانستان تر دې دمه د لوبې په هېڅ فارمټ کې هندوستان ته ماتې نه ده ورکړې، خو په ۲۰۱۸م کال کې د اسیا جام سیالیو پر مهال د افغانستان او هندوستان لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.