د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د بنګله‌دېش او انګلستان لوبډلو لوبه روانه ده

د بنګله دېش لوبډله د لوبې پر مهال

د کرکټ نړیوال جام لوبو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د انګلستان او بنګله دېش د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده.

انګلستان لومړی بېټېنګ یا توپوهنه وکړه او د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې په پنځوس اورونو کې ۳۶۴ منډې وکړې او سیال ټیم ته یې د ۳۶۵ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش تراوسه د خپلو شپږو لوبغاړوپه سوځېدو سره په ۴۲م اورکې۱۹۸ منډې کړې دي.

په دې سیالیو کې افغانستان لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې او دوهمه لوبه یې سبا له هند سره ده.