د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د هرات د زلزله ځپلو سیمو ارزونه کړې

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي پرون د هرات زنده جان ولسوالۍ ته چې زلزلې تر ټولو ډېره ځپلې ولاړل او د زیان ارزونه یې وکړه.

دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د دوشنبې ناوخته پر خپلو ټولنیزو شبکو کړې ده.

یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي چې اوس د اقدام وخت رارسېدلی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې د هرات زلزله یوه غمیزه بلل شوې ده.

د هرات په زلزله کې طالب چارواکو د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ یاد کړی دی او ویلي یې دي چې زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه درې درجې زلزلې د شنبې په ورځ غرمه مهال د هرات لویدیځې سیمې ولړزولې او له هغه وروسته ورځو کې هم څو ټکانونه احساس شوي دي.