پاکستاني پوليسو سند کې ۱۸۰۰ تنه افغان کډوال نيولي

سند کې يو شمېر نيول شوي افغان کډوال - تصویر له ارشيفه

د پاکستان د سيند صوبې حکومت وايي ۱۸۰۰ افغان کډوال یې د هستوګنې د اسنادو نه درلودو په تور نيولي دي.

د سيند کورنيوو چارو سرپرست وزیر حارث نواز د اکتوبر په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل، چې د نيول شويو کسانو ځيني يې افغانستان ته لېږل شوي او پاتې به هم ژر د چمن له لارې ولېږي.

هغه وويل چې د پاکستان حکومت سره يو اعشاريه څلور ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت دي او پر دوی سربیره چې هر څوک وي، هغه به ایستل کېږي.

نواز خبرداری ورکړ، چې که غیرقانوني کډوال د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه پورې په خپله خوښه نه ووځي؛ د هغوی بانکي حسابونه او جايدادونه به هم د پاکستاني حکومت ملکيت شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوالو ادارو او ځينو پاکستاني سياسي ګوندونو په اسلام اباد کې پر حکومت غږ کړی چې د کډوالو پر ضد اقدامات ودروي.

خو د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ ويلي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرونکي بهرني وګړي به خامخا باسي.