د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د هرات زلزله ځپلو سره غمرازي وکړه

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډو تالار

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په هرات کې د مرګونې زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره خواخوږي وښوده.

دې شورا دوشنبه مازیګر مهال غونډه وکړه.

په جینوا کې دې شورا ته د افغانستان استازي او سفیر نصیر احمد اندیشه وویل:

" تخمیناً ۱۱ نیم زرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. ټپیان او شاوخوا دوه نیم زره مړي. دا زما په هېواد کې یوه لویه انساني غمیزه ده. نو زه له دې شورا غواړم چې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې لاهم ګڼ کسان تري تم دي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پلټنې او ژغورنې له چارو ملاتړ وکړي او لسګونه زره متاثره شویو خلکو ته بشري مرستې برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، د هرات د زلزلې له کبله شاوخوا یولس نیم زره کسان اغېزمن شوي دي.