زلزله ځپلی هرات؛ تازه وضعيت څنګه او د مرستې رسولو هڅې څرنګه دي؟

د هرات د مرګونې او ویجاړونکې زلزلې يوه څنډه

په هرات او بادغیس کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې اوښتي، خو خلک لا هم د خپلو هغو عزیزانو په لټه کې دي، چې تر خاورو لاندې ایسار شوي.

تر څنګ یې زیانمنو ته د مرستې رسولو هڅې هم دوام لري.

په ورته وخت کې په زنده جان ولسوالۍ کې د یو شمېر قربانیانو د جنازې او تدفین مراسم ترسره شوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي چې د طالبانو د حکومت له خوا د زلزله ځپلو د مرستې رسولو د ګډ کمیسیون ویاند هم دی، ازادي راډيو ته ویلي چې پرون د زنده جان ولسوالۍ د سیاه اب په کلي کې د څه د پاسه درې سوو قربانيانو ځوانانو، ماشومانو او ښځو جنازې وشوې.

په هرات کې د دوشنبې په ورځ د زلزلې درې ټکانونه احساس شول، چې خلک یې ویرولي دي.

راپورونه وايي، چې اکثره خلک د زلزلې وروسته د ټکانونو له وېرې له کورونو بهر شپې تېروي.

د هرات یوه اوسېدونکي شکیب شهابي چې تېره شپه یې له کوره بهر تېره کړې، پرون ازادي راډیو ته وویل:

"خلک له خپلو خېمو سره سړکونو او پارکونو ته راتلل او شپه مو بهر تېره کړه. خلک احتیاط کوي، له ودانیو لرې پاتې کېږي او یوه له وېرې او ترهې ډکه شپه مو تېره کړه."

په خوست، لوګر، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې د راټولولو هڅې روانې دي.

د افغانستان د کرېکټ نړیوال ستوري راشد خان د بسپنې راټولولو لپاره آنلاین کمپاین پیل کړی دی.

ویل کیږي چې مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا او بهرني پيژندل شوي هنرمند عدنان سمیع هم د مرستو راټولولو هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان مشهور سندرغاړی، فرهاد دریا

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، چې د دوی ګرځنده ټیمونه په سیمه کې دي او مرستو ته دوام ورکوي.

یونیسف، یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې زیانمن شویو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما وايي، که څه هم خیمې او نور توکي وېشل شوي، خو په ځپل شویو سیمو کې اړتیاوې ډېرې دي.

د طالبانو د حکومت پیښو ته د رسېدو وزارت پرون وویل، چې یو شمیر کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او وضعیت بیړنی دی.

د دغه وزارت وياند جانان سایق د مرګ ژوبلې په اړه نوې احصايي ورنه کړه، خو ويې ويل، چې لومړني معلومات ښيي، چې په دې پېښه کې تر ٤٥٠٠ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.