پاکستان کې یو شمېر افغان زده کوونکې: له دې ځایه ویستل کیدو سره به بیا له زده کړو بې برخې شوو

پاکستان کې یو شمېر زده کوونکې افغانې نجونې

يو شمېر افغان کډوال چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته پاکستان ته راغلي او لوڼې يې د دغه هېواد په تعليمي مرکزونو کې زده کړې کوي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي.

له دوی څخه یوه تن حاجي میرویس ازادي راډيو ته وویل، لور یې د ښوونځي په اووم ټولګي کې وه چې طالبانو د ښوونځي دروازې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ وتړلې او دى کډوالۍ ته اړشو.

میرویس وایي:

"د نورو ګواښونو تر څنګ زه د خپلې لور د زده کړې له امله له افغانستانه بهر شوم. لور مې د په اووم ټولګي کې وه، چې طالبانو ورته د زدږ کړې اجازه نه ورکوله. هلته زما لور په رواني ناروغۍ اخته شوه. اوس چې پاکستان د افغانانو د شړلو پرېکړه کړې ده. موږ حیران یو چې که مونږ بیا کابل ته ولاړ شو، زما د لور برخلیک به څه وي؟"

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغانانو څه موده مخکې په پلازمېنه اسلام اباد افغان زده کوونکو ته د وړیا زده کړو یو تعلیمي مرکز جوړ کړ.

د "افتاب" په نوم د هلکانو او نجونو د زدکړو دا ښوونیزمرکز شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې او د يو ميليون پاکستانيو کلدارو په لګښت جوړ شوى دى.

د طالبانو لخوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پراخو محدودیتونو ډېرې کورنۍ ګاونډیو هېوادونو ته د نجونو د زده کړو لپاره هم په تګ اړ ویستې دي - تصویر له ارشیفه

اوسمهال په دغه مرکز کې شاوخوا ۴۵۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۲۵۰ یې نجونې دي.

اسيه تالقاني چې په دې مرکز کې په يوولسم ټولګى کې ده، وايي:

"دا چې طالبانو له شپږم ټولګي او تر هغه پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوله، موږ بېرته پاکستان ته راغلو او دا دوهم ځل لپاره مو په افتاب لېسه کې زده کړې پیل کړې، اوس چې پاکستان پرېکړه کړې، چې افغانان خپل هېواد ته لېږي که مونږ بېرته افغانستان ته لاړ شو بې برخليکه کېږو ځکه چې دوه میاشتې کیږي چې موږ زده کړې پیل کړي."

د دغه مرکز يوه بله زده کوونکې فاطمه چې په اووم ټولګي کې زده کړې کوي، هم ورته اندېښنه لري.

هغه وايي:

"زه دلته له زده کړو ډېره خوشحاله یم زه له زده کړو بې برخې شوې وم ځکه چې زه په کابل کې وم او زدکړو ته د تګ اجازه مې نه درلوده . زه ډېره خواشینې یم چې پاکستانیان موږ بېرته افغانستان ته لېږي او یو ځل بیا به له زده کړو بې برخې شم"

پاکستان کې د افغانو نجونو زده کوونکو یو ټولګی، دا نجونې له پاکستان څخه په زوره شړل کیدو اندېښمنې کړې دي

د دغه مرکز بنسټ ایښودونکې او مشرې حسینې هاشمي هم ازادي راډيو ته وویل، اندېښنه لري چې د پاکستاني پولیسو له خوا دغه تعلیمي مرکز هم وتړل شي.

هاشمي وویل:

"دلته د پولیسو نیونې زیاتې شوي او شونې ده چې دا ښوونځی هم وتړل شي او دا کار زموږ پر مورال او زده کوونکو منفي اغیز کوي. په دې وروستیو کې د پاکستان یو ښوونځی چې د افغانانو لپاره جوړ شوی و، د پنځو ورځو لپاره تړل شوی دی."

دا اندیښنې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې له خپل هیواد څخه د ١،٧٣ ملیونو څخه ډیر غیرقانوني افغان کډوال وباسي.

په تیرو څو ورځو کې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د کورونو او هټۍ ګانو له خاوندانو څخه د افغانانو د ایستلو خبرونه خپرې شوې دي.

دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او د ۲۰۲۲ کال په پای کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه. او د نړیوالو غبرګونونو سره سره دوی په دې اړه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.