د پاکستان پوځ: د بلوچستان ژوب کې ۲ پوځیان او ۵ سخت دریځي وسله وال وژل شوي

د پاکستان یو شمېر پوځیان - ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې عملیاتو او نښتو په ترڅ کې دوه پوځیان او پنځه سخت دریځي وژل شوي دي.

پوځ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وژل شویو پوځیانو کې یو یې جګړن دی. په دې اړه نورجزیات ندي ورکړل شوي.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې د دغه برید مسولیت اخیستی.

دې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پرپوځي او نورو اهدافو د بریدونو لړۍ تېزه کړې ده.

د راپورله مخې، په دې سیمه کې بلوڅ بیلتونپالې ډلې هم فعالې دي. که څه هم پاکستاني چارواکو ویلي چې سیمه یې له سخت دریځو پاکه کړې خو بیاهم شخړې پکې دوام لري.