د ډیجیټلي اسعارو انلاین سوداګري؛ یو افغان ځوان ورته نجونې او مېرمنې په وړیا ډول روزي

بین کویټ، یو ډول ډیجیټلي پیسې، چې په انلاین سوداګرۍ کې زیات کارول کیږي

په افغانستان کې د کار او زده‌کړو څخه د محرومو نجونو او ښځو لپاره د انلاین روزنیزو پروګرامونو په دوام، احمد سنر نقیبي، یو له هغو ځوانو افغانانو څخه چې په جرمني کې ژوند کوي، د دې ډول مېرمنو او نجونو لپاره يې د ډیجیټل اسعارو د سوداګرۍ آنلاین روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل، د دوی ښوونیز پروګرام آنلاین دی او نجونې او مېرمنې کولای شي چې په‌دې څانګه کې تر زده‌کړو وروسته انلاین سوداګري پیل کړي او پیسې وګټي.

نقیبي وویل:

"تر روزنې وروسته، نجونې کولی شي د ډیجیټل اسعارو په سوداګرۍ یا د ډیجیټل اسعارو په اخیستلو پیسې وګټي، د پیسو ګټلو یوازینۍ لار په ټیټه بیه اخیستل او په لوړه بیه پلورل دي."

نوموړی وايي، د دغه پروګرام له پیلولو یې موخه د هغو نجونو ملاتړ دی چې، په تېرو دوو کلونو کې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې‌برخې دي.

نوموړي ازادي راډیو ته ویلي:

"زما د ټولو نجونو او ښځو څخه د ملاتړ کولو لامل دا دی چې زه غواړم زموږ ټولنه بدله کړم، چې موږ کولی شو ټولنې ته په یو ډول بدلون ورکړو چې هغه پر ښځو پانګونه ده، ځکه چې دوی میندې دي، مېرمنې او خویندې دي. که يوه مور لوستې وي، ټولنه لوستې ده، که يوه مور شتمنه وي، ټولنه شتمنه ده، د یوې داسې ټولنې په هیله چې له بې‌وزلۍ او تش لاسۍ څخه لرې وي."

نوموړى وايي، چې په تېر پړاو کې يې درې زره نجونې روزلي او دا ځل به پنځه زره نجونې وروزي.

ليدا هدايت يوه له هغو نجونو څخه ده چې دوه کلونه وشول پوهنتون ته له تګ منعه شوې او د کار کولو اجازه هم نه‌لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي

لیدا چې په تېر پړاو کې یې دغه پروګرام کې برخه اخيستې، وايي چې د ډیجیټل اسعارو د سوداګرۍ د پروګرام له زده‌کړې وروسته اوس هره میاشت له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ ډالرو پورې عاید ترلاسه کوي.

هغه وایي:

"د سیاسي وضعیت له امله ما نه‌شو کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم، زه شاوخوا دوه کاله کېږي په کور کې يم او بهر هیڅ فعاليت نه‌لرم، مګر یو زرین فرصت چې زما لاس ته راغی هغه د استاد سنر او د هغه ټیم پېژندل و چې له هغه وروسته ما پر زده‌کړو پيل وکړ، شکر خپل مالي استقلاليت ته ورسېدم او د میاشتې له دوه سوه څخه تر څلور سوه ډالرو پورې عاید ترلاسه کوم."

تجلا یوه بله هغه نجلۍ ده چې وايي، د ښوونځي د دروازې له تړل کېدو وروسته دې پروګرام د هغې په ژوند کې نوې پاڼه پرانیستله.

هغه زیاتوي:

"مخکې له روزنې مې په خپل ژوند کې د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې، پلار مې مړ شو، مور مې او وړو خویندو مې یو ملاتړي ته اړتیا درلوده. له نېکه‌مرغه ما استاد سنر سره ولیدل او په دریو میاشتو کې په دې وتوانیدم چې عاید ترلاسه کړم، اوس کولی شم خپلو ملګرو سره هم مرسته وکړم، زه کوښښ کووم چې خپلو ملګرو ته هم په‌دې برخه کې زده‌کړې ورکړم، ځکه ماته يې ډېره ګټه رسولې ده."

دا افغانې نجونې د زده کړو د دوام لپاره پاکستان ته په تلو مجبورې شوې دي

په همدې حال کې هوسۍ چې په يوه پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصله وه، وويل چې په پوهنتون کې يې هم دغه پروګرام زده کړى او د دې انلاين تعليمي پروګرام له لارې توانېدلې چې په‌دې اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په پوهنتون کې هم د ډیجیټل اسعارو په اړه لوستي وو، مګر موږ په آنلاین کورسونو کې په‌دې اړه ډېر څه زده کړل. د دې برنامې ښه ځانګړنه دا ده چې په‌دې وروستیو کې د نجونو لپاره د کور څخه بهر کار کولو يا دنده کې ډېرې ستونزې شتون لري، موږ د کور دننه په اسانۍ سره کار کولی شو."

دغه نجونې وايي چې، اوس‌مهال د دوی یوازینۍ ستونزه د میاشتني عاید ترلاسه کول دي.

د دوی په وینا، د بانکي سیسټم او تبادلې د ستونزو له امله دوی په سختۍ سره خپل عاید ترلاسه کولی شي.

احمد سنر نقیبي وايي چې، دا پروګرام په خپل شخصي لګښت پرمخ وړي او هیڅ مالي ملاتړی نه‌لري او ان د هغو نجونو مالي ملاتړ کوي چې په لومړیو میاشتو کې یې دا کار پیل کړی دی.

د ډیجیټل اسعارو سوداګري په آنلاین بازارونو کې د ډیجیټل اسعارو لکه (بيت کوين) او (اتريوم) پېر او پلور ته ويل کېږي.

دا ډیجیټل اسعار د آنلاین تبادلې له لارې تبادله کېدی شي او د توکو او خدماتو پېرودلو یا په ډېری هېوادونو کې پانګونې لپاره کارول کېږي.

د دې لپاره په کور کې ګرځنده ټلیفون، کمپیوټر او انټرنیټ ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ، هغوی له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو، په پوهنتونونو کې له تحصيل او په ټولو دولتي او ځينو نادولتي دفترونو کې له کار کولو راګرځولي دي.