هرات کې مرستندویان: د زلزلې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي

د زلزلې د یوه قرباني خپلوان د هغه د قبر سر ته ناست دي

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۴۴۵ ته رسېدلی دی.

تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې سیمه د هرات د زنده جان ولسوالي ده، چې ۱۳ کلي پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د نورصفا په نوم د همغږۍ او رغونې مرستندویه موسسې چې له زیانمن شویو سره د مرستو لپاره سیمې ته تللې، ویلي چې ډیره مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته رسیدلې.

د دې موسسې یوه کارکونکي فتاح فطرت ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ولیدل چې ډیره مرګ ژوبله ماشومانواو ښځو ته رسیدلې ځکه زلزله په ورځ کې شوې او ځوانان اوسړیان پرکارونو بوخت وو."

د هرات د حوزوي روغتون د اورتوپیدۍ د څانګې یوه ډاکټرقاسم سادات ازادي راډیو ته وویل، چې د دغې پیښې د مړو او ټپیانو له اویا سلنه زیات یې ښځې او ماشومان دي.

د هرات په زلزله ځپلې سیمه کې نن درېیمه ورځ هم داسې مهال د زلزلې سخت ټکانونه احساس شوي چې تر خاورو لاندې د احتمالي بندو پاته شویو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپورله مخې په سیمه کې عام خلک هم په بېلونو او نورو وسیلو د خاورو د لرې کېدو هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د شنبې ورځې زلزلې د هرات په لویدیځ کې د یولسو کلیو ټول کورونه ویجاړ کړي دي.

بل لورته د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن هرات ته تللی چې زیانمنې شوې سیمې له نژدې وګوري.

د طالبانو حکومت ویلي، د دغه پلاوي د سفر هدف د بیړنیو مرستو رسول او د مرستو له عادلانه ویشه ډاډ ترلاسه کول دي.