هرات کې مرګونې زلزله؛ د احتمالي بندو پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري

د هرات په زنده جان کې عام خلک په بېلونو او نورو وسیلو د خاورو د لرې کېدو په حال کې دي.

د هرات په زلزله ځپلې سیمه کې نن په درېیمه ورځ هم تر خاورو لاندې د احتمالي بندو پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي چې دغلته عام خلک هم په بېلونو او نورو وسیلو د خاورو د لرې کېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو دبشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د شنبې ورځې زلزلې د هرات په لوېدیځ کې د یولسو کلیو ټول کورونه ویجاړ کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو پرون ازادي راډیو ته ومنله چې د مړو شمېر نږدې دوه نیم زرو ته رسېدلی دی، خو د نن ورځې شمېرې تراوسه نه دي اعلان شوي.

بل لورته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن هرات ته تللی چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري.

د طالبانو حکومت ویلي، د دغه پلاوي د سفر هدف د بېړنیو مرستو رسول او د مرستو له عادلانه ویشه ډاډ ترلاسه کول دي.