ایران د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ د مرستو ژمنه کړې

ارشیف: د عکس ښي لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان او چپ لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرو کې د هرات له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو ژمنه یې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په دې اړه رسنیو ته ویلي: "په دغې مکالمه کې ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د زلزلې له قربانیانو سره غمشریکي وښوده او له زلزله ځپلو سره یې د بشري مرستو ژمنه وکړه. ده هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود."

د طالبانو حکومت دا معلومات نه دي ورکړي چې ایران په مشخص ډول له زلزله ځپلو سره د څومره مرستې ژمنه کړې ده.

تر دې وړاندې چین، جاپان، ترکیې، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو هم د زلزله ځپلو د مرستې ژمنې کړي دي.

د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه درې درجې زلزلې د شنبې په ورځ د ایران پولې ته نږدې د هرات لوېدیځې سیمې سختې وځپلې چې د معلوماتو له مخې دوه نیم زره شاوخوا کسان یې مړه کړي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.