د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د کابل-شانګهای هوايي دهلیز پرانیست

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل-شانګهای هوايي دهلیز پرانیست.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر پرون یکشنبه اکټوبر ۸مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ملا برادر ددې دهلیز د پرانیستې په مراسمو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته له ژمنو هېوادونو مننه وکړه.

هغه همداراز له افغان سوداګرو غوښتي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ کارپوهان په دې باور دي چې سوداګریز-اقتصادي دهلیز د ځمکې له لارې په ځانګړې توګه پاکستان او له هغه هېواده هند ته د سوداګرۍ د خنډونو د لرې کولو بدیل لاره ده.

تر دې مخکې د جمهوري نظام پر مهال هم پخواني حکومت د چین-افغانستان او افغانستان-هند ترمنځ د بدیلې سوداګریزې لارې د موندلو لپاره هوايي دهلیزونه جوړ کړي وو.