اوچا: په هرات کې د زلزلې له کبله کې څه باندې ۱۱زره کسان اغېزمن شوي

په هرات کې د اوښتو زیانونو یوانځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په هرات کې د شنبې ورځې په زلزله کې څه باندې ۱۱زره کسان اغېزمن شوي دي.

دغې ادارې تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې لږ تر لږه د ۱۱ کليو ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

اوچا د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنه یاد کړی، خو د طالبانو چارواکي بیا د مړو شمېر څه کم ۲۵۰۰ ښيي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري.

د دغه سازمان افغانستان څانګې یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې دوی تر دې دمه د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۴ ګرځنده روغتیايي ټيمونه موظف کړي چې عاجلې مرستې ورسوي.

بیان کې زیاته شوې چې تر دې دمه د هرات په مرکزي روغتون کې لږ تر لږه د ۵۰۰ ټپيانو درملنه شوې ده.