بلېنکن: د امریکا بشرپال همکاران د افغانانو ملاتړ لپاره په عاجلو مرستو سره اقدام کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د افغانستان په لوېدیځ کې د شوې زلزلې اغېزې په دقت سره څاري.

انټوني بلېنکن تېره شپه په ایکس شبکه کې لیکلي، د امریکا بشرپال همکاران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره په عاجلو مرستو سره اقدام کوي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې اړوندې نړیوالې ادارې د شنبې ورځې د زلزلې د زیانونو په ارزونه بوخت دي او تر دې غمیزې وروسته عاجل لومړیتوب زلزله ځپلو ته د فوري مرستو وېش دی.

دغې استازولۍ د نړۍ له هېوادونو، مرستندویو بنسټونو او سازمانونو غوښتنه کړې چې د هرات د اوسېدونکو چې مرستو ته سخته اړتیا لري فوري ملاتړ زیات کړي.